په امریکا کې فدرالي قاضي جان مککانل د جمعې په ورځ د هغو محدودیتونو د پلي کېدو مخه ونیوله چې د ټرمپ ادارې لهخوا، د یوه افغان کډوال له لوري د ملي ګارد د یوه سرتېري تر وژل کېدو وروسته، لګول شوي وو.
قاضي ویلي چې د ۳۹ هېوادونو پر وګړو لګول شوي دغه محدودیتونه، چې د پناه غوښتنې، د کار جواز او تابعیت غوښتنې بهیرونه اغېزمنوي، له قانون سره په ټکر کې دي.
د نوموړي د پرېکړې له مخې، حکومت نه شي کولای دا محدودیتونه په داسې ډول پلي کړي چې د کډوالو او پناه غوښتونکو قانوني حقونه زیانمن کړي.

