پېټ هېګسېټ ادعا کوي چې مجتبی خامنهيي “وېرېدلی”، “ټپي” او پټ شوی دی. هغه زیاتوي چې په ایران کې خپلو بې رحمه عملیاتو ته دوام ورکوي او د ایران د ‘توندلاري رژیم’ پوځي ځواکونه په داسې بڼه لمنځه وړي چې بېلګه یې مخکې نړۍ نه ده کتلې. هغه نن په ایران کې د ګڼو بریدونو ګواښ هم وکړ.

د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېټ وايي، د ایران نوی مشر مجتبی خامنهيي “ټپي” شوی دی.
هغه لږ مخکې پېنټاګون کې یوې خبري ناستې ته د وینا پر مهال د مجتبیخامنهيي د تېرې ورځې پیغام ته په اشارې چې د ایران دولتي رسنیو خپور کړ، وپوښتل چې ولې د هغه عکس یا غږ خپور نه شو.
نوموړي بېرته دا پوښتنه ځواب هم کړه او ویې ویل “فکر کوم، پوهېږئ چې ولې.”
د امریکا دفاع وزیر ادعا وکړه چې مجتبی خامنهيي “وېرېدلی”، “ټپي” او پټ شوی دی.
نوموړی همدا زار زیاته کړه، چې په ایران کې خپلو بې رحمه عملیاتو ته دوام ورکوي او دا چې د نوموړي په وینا په دغو عملیاتو کې د ایران د توندلاري رژیم نظامي ځواکونه په داسې بڼه لمنځه وړي چې بېلګه یې مخکې نړۍ نه ده کتلې.
هغه ادعا وکړه چې د ایران پوځي ځواک په جګړه کې له کاره لوېدلی دی.
نوموړي وویل چې ایران هوايي ځواک، دفاعي سیستمونه او سمندري ځواکونه نه لري او د توغندیو توغوونکي یې هم د لمنځه تللو په حال کې دي.
پېټ هېګسېټ ادعا کوي، چې د ایران د توغندیزو بریدونو کچه ۹۰ او د یرغلیزو ډرونونو کچه ۹۵ سلنه کمه شوې ده.
هغه وویل، د دوی او اسرائيل د هوايي ځواکونو جوړښت “نه ماتېونکی” دی، او اطلاعات یې هم ښه او کره دي.
د امریکا دفاع وزیر دا ګواښ هم وکړ چې نن به یو ځل بیا ایران کې ګڼ بریدونه ترسره شي.
هغه وویل ایران له ناچارۍ یوازې د هرمز تنګي په تړلو تمرکز کړی او دا چې دوی په دې تړاو هم پر کار بوخت دی.
bbc pasht0
