د ازموینو عمومي ادارې اداري او تخنیکي مرستیال شیخ رحیم الله حقاني وايي د یادې ادارې له لوري د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه په څلورو پړاونو کې تنظیم شوې چې درېیم پړاو یې د کابل ولایت دولسمو ټولګیو فارغانو ته ځانګړی شوی او نن یې د لومړۍ ورځې او سبا جمعه به د دویمې ورځې ازموینه واخیستل شي
حقاني زیاته کړه لومړي پړاو کې د هېواد(۱۵) ولایتونه او دویم پړاو کې(۱۸) ولایتونه شامل ول او نن د درېیم پړاو ازموینه اخیستل کېږي چې له دې سره د لومړنیو درې پړاونو د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور ګډونوالو شمېر(۱۱۰ زره) تنو ته رسېږي
هغه وویل د څلورم پړاو ازموینې لپاره تر دامهال(۹ زره) تنو نوملیکنه کړې، چې د نوملیکنې لړۍ یې د جوزا میاشتې تر (۱۸ مې) نېټې پورې دوام لري
حقاني وايي چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه کې به نږدې(۱۲۰ زره) تنه ګډون وکړي
د ۱۴۰۵ کال کانکور درېیم پړاو چې د کابل ولایت دولسمو ټولګیو فارغانو ته ځانګړی شوی دی، د دې ولایت د دویمې ورځې ازموینه به سبا(جمعه، کابل پوهنتون کې واخیستل شي

