د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد حنفي له یو شمېر ځوانانو او محصلینو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي، چې د دښمن په تبلیغاتو ونه غولېږي.
حنفي ویلي، د افغانستان راتلونکی نسل به دین، خاوره او وطن ونه پلوري.
نوموړي ټینګار کړی، چې په هېواد کې ملوکالطوایفي، ډلهپالنه، قومپالنه او سمتپالنه له منځه تللي او ټول افغانان یو افغان او یو ملت دي.
سرچینه : شرق نیوز

