د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه کسان چې د کور د ساتنې لپاره د وسلې د ګرځولو جواز لري، یوازې د همدې هدف لپاره د خپلې وسلې د کارولو اجازه لري.
دغه وزارت خبرداری ورکړی، چې د یادې وسلې کارول د ځان، دوکان، سوداګریز ځای یا نورو موخو د ساتنې لپاره د نافذه اصولو خلاف دي.
د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د سرغړونې په صورت کې به د اړوند کس وسله ضبط او له هغه سره به قانوني چلند وشي.
سرچینه : شرق نیوز

