د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ختیځې مدیترانې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د مشرې ډاکترې حنان حسن بلخي په مشرۍ مل پلاوي سره چې د قطر دولت سفیر هم پکې حضور درلود ملاقات وکړ.
پدې ناسته کې ډاکترې حنان حسن بلخي وویل توانیدلي چې د افغانستان په ختیځ کې د پولیو لمنځه وړلو کې ښه پرمختګونه وکړي خو بیا هم زیاتې پاملرنې ته اړتیا ده.
نوموړې وویل ، که د پولیو د محوې لپاره همغږي زیاته شي، توقع شته چې په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې په افغانستان کې پولیو ویروس په بشپړ ډول لمنځه یوسو.
بلخي په ټول افغانستان کې ناروغانو ته د لا غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کول مهم وبلل او په دې برخه کې یې د روغتیا نړیوال سازمان او ملاتړو بنسټونو لخوا د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ارګ وایي چې یاده ناسته کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، په تېرو درېیو کلونو کې د ګاونډیو هیوادونو له لوري د نږدې ۵ میلیونه افغان کډوالو د اخراج پروسې مدیریت له ډېرو ستونزو ډک و، خو اسلامي امارت په بشپړه ژمنتیا دوی ته د هرکلي، ثبت، لنډمهالې مېشتېدنې، د ځمکو وېش او مالي مرستو خدمتونه وړاندې کړي .
حنفي وویل، راستنو شویو هیوادوالو ته د معیاري روغتیایي خدمتونو وړاندې کول او هغوی ته د کاري فرصتونو رامنځته کول اړینه چاره ده او په دې برخو کې هراړخیزې همکاري ته اړتیا ده.
همدارنګه په دې غونډه کې، د افغانستان لپاره د قطر سفیر په افغانستان کې د روغتیایي سکتور په برخه کې د خپل هیواد د همکاریو ډاډ هم ورکړ.
راپور : مسعود عربزی

