د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، د خصوصي روغتونونو درجهبندي به د روغتیايي خدمتونو د بیو په کنټرول، د معیاري خدمتونو په وړاندې کولو او د خصوصي روغتونونو ترمنځ د سالم رقابت په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.
نوموړي یادې څرګندونې د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ د پایلو د اعلان په موخه د عامې روغتیا وزارت له لوري جوړې شوې غونډې کې کړې دي.
حنفي وايي د روغتیايي خدمتونو د بیو په اړه ځینې شکایتونه وو چې له يادې پروسې سره به د بیو کچه کنټرول او د روغتونونو د خدمتونو له معیار سره برابره شي.
د نوموړي په وینا، خصوصي روغتونونه په درېیو کټګوریو، لومړۍ، دویمې او درېیمې، وېشل شوي او د هرې کټګورۍ لپاره بېلابېلې بیې ټاکل شوې چې ورسره به د روغتونونو ترمنځ سالم رقابت هم رامنځته شي.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې چې اسلامي امارت هڅه کوي د هېواد په کچه په ټولو ولسوالیو کې لږ تر لږه یو روغتون وي، څو هېوادوال روغتیايي خدمتونو ته اسانه لاسرسی ولري.
اداري مرستيال همداراز له افغان متخصصینو غوښتي چې له هېواده بهر هم د خپلو هېوادوالو د درملنې په برخه کې ونډه واخلي.
سرچینه : شرق نیوز

