ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند، په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
په غونډه کې د توکو د بیو او کیفیت د کنټرول په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت او کابل ښاروالۍ تر مشرۍ لاندې کمېټې دې د بیو د کنټرول لپاره خپلې هڅې پیاوړې او منظم راپورونه دې د تعرفو کمېټې ته وړاندې کړي.
همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د معیار او کیفیت اداره مکلف شول چې د وارداتي توکو د کیفیت د کنټرول په برخه کې خپل فعالیتونه زیات کړي.
د تعرفو کمېټې ته لارښوونه وشوه چې پر وارداتي توکو تعرفې یوازې هغه مهال لوړې کړي چې د ورته کورنیو تولیداتو کافي اندازه او مناسب کیفیت موجود وي.
په پای کې پرېکړه وشوه چې د ټاکل شویو بیو او کیفیتي معیارونو له سرغړوونکو سره به د نافذه قوانینو له مخې قانوني چلند کېږي.
سرچینه : شرق نیوز

