د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د روسیې فدراسیون د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا او دوه اړخیزه امنیتي مسایلو خبرې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغهراز دواړو لوري پر سیاسي او اقتصادي موضوعاتو هم غږېدلي دي.
د سرچینې په وینا، دغه لیدنه کې په سیمه کې د مثبت تعامل او ثبات په اړه هم بحث او خبرې شوې دي.
تر دې وړاندې روسي رسنیو ویلي وو چې کابلوف د مشورو لپاره کابل ته تللی او افغان چارواکو سره به د څو اړخیزو همکاریو او د افغانستان په ګډون د سیمهییز تعامل پر پیاوړتیا خبرې وکړي.

