د ټولګټو وزارت وایي، چې د تېرې میاشتې له پیل څخه تر پایه د هېواد د اوسپنې پټلیو له لارې ټولټال ۷۰۴ زره او ۳۰۰ مټریک ټنه نفتي، غیرنفتي او نور مواد انتقال شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د حیرتان بندر له لارې ۴۶۴ زره او ۷۶۷ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۳۹ زره او ۸۳۱ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۶۲ زره او ۱۵ ټنه او د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۳۷ زره او ۶۸۷ ټنه مواد انتقال شوي دي.
وزارت زیاتوي، چې د یادو انتقالاتو یوه برخه صادرات هم جوړوي.
د تېرې میاشتې پر مهال ۳ زره او ۷۵۱ ټنه ګاز لرونکې نوشابې هم صادرې شوې دي.
د ټولګټو وزارت په وینا، د اوسپنې پټلیو له لارې د صادراتو او انتقالاتو د کچې زیاتوالی د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو، د ملي عوایدو په لوړوالي او په ټوله کې د اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځانبسیاینې په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
سرچینه : ټولګټو چارو وزارت

