د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د ورځني راپور له مخې، د دوشنبې په ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارو ۱۲۲ کورنۍ، چې ۵۴۲ غړي لري، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
همداراز، د نیمروز د ورېښمو پل له لارې ۹۷۸ تنه مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.
د راپور له مخې، په همدې ورځ ۱۸ کورنۍ، چې ۱۱۰ غړي لري، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي له ۶۱ کورنیو سره ټولټال ۵۰۲ زره افغانۍ مالي مرسته شوې او د لېږد لپاره ۱۵۳ زره او ۲۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
همداراز، په تورخم کې ۵۰۹، په اسلام کلا کې ۷۵۰ او په کابل کې ۷۰ ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي؛ چې ټول شمېر یې ۱،۳۲۹ ناروغانو ته رسېږي.
د راپور له مخې، راستنېدونکو مهاجرینو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او لنډمهاله مېشتېدنې په اړه هم عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
سرچینه : شرق نیوز

