د ایران د بهرنیو چارو وزارت په هرمز تنګي کې پر نفتلېږدوونکې یوه بېړۍ او د قشم ټاپو پر یوه مخابراتي برج د امریکا بریدونه غندلي او هغه یې د نړۍوالو قوانینو او اوربند د هوکړې ښکاره نقض بللی دی
د الجزیرې د راپور له مخې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي چې ځواکونو یې د ایران د قشم ټاپو کې «دفاعي» عملیات ترسره کړي او یو شمېر ایراني توغندي او بېپیلوټه الوتکې یې «شنډې» کړې دي ځکه چې ملکي بېړۍ او د امریکا سیمهییز متحدین، کویټ او بحرین تر بریدونو لاندې راغلي وو
وروسته سپاه پاسداران اعلان وکړ چې پر ایران د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې د امریکا اړوند یوه بېړۍ د دغه هېواد د پنځم سمندري ځواک مرکز او د سیمې په یوه هېواد کې د امریکا یوه هوايي اډه د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو بریدونو هدف ګرځولي دي
په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د امریکا دغه اقدام نه یوازې د اوربند نقض دی بلکې د ملګرو ملتونو د منشور د دویمې مادې د څلورم بند او نړۍوالو قوانینو له مخې د زور کارونې د منعې د اساسي اصل «څرګنده او جدي سرغړونه» هم ګڼل کېږي
ایراني چارواکو تر اوسه د دغو بریدونو له امله د احتمالي مرګژوبلې او مالي زیانونو په اړه څه نه دي ویلي
خو د کویټ دولتي خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي چې د ایران د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو برید د کویټ هوايي ډګر ته رسېدلی دی
په راپور کې راغلي چې دغه پېښه د ځینو کسانو ټپي کېدو د الوتنو ځنډېدو او د الوتنو د مسیر د بدلون لامل هم شوې ده

