د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې اړوند د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د نیمهلوړو زدهکړو دولتي انسټیټیوټونو د ۱۴۰۵ کال د جذب پروسه پیل شوې ده.
د ازموینو عمومي ادارې ویلي، نوماندان کولای شي د روان کال د اسد میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې نوملیکنه او د جذب پروسه بشپړه کړي.
د یادې ادارې ویاند ناصر خان شېرزي ویلي، چې په دغو انسټیټیوټونو کې د کمپیوټر ساینس، بانکوالۍ، انجنیري، ژورنالیزم، کرنې، مسلکي سوداګرۍ او نورو بېلابېلو برخو کې د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
مسعود عربزی

