د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د یو میلیون ډالرو په لګښت یوې نوې صنعتي کارخونې په فعالیت پیل کړی دی.
د یادې کارخونې مرستیال جاوید محبي باختر اطلاعاتي آژانس ته ویلي، چې دا فابریکه د یوه خصوصي سکتور له لوري د شاوخوا یو میلیون ډالرو په پانګونه جوړه شوې ده.
د نوموړي په وینا، په دې کارخونه کې د اوبو، تیلو او ګازو لپاره تولیدي قالبونه او ټانکرونه جوړېږي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې په وروستیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ورته صنعتي پروژې پلې شوې، چې د کارموندنې ترڅنګ د کورني تولید د پیاوړتیا لامل هم ګرځېدلې دي.

