نړیوالو رسنیو راپور ورکړی ایټالیا هسپانیې ته د مراکشي کډوالو د پراخ ورتګ له امله یې له دغه هېواد سره د شېنګن تړون د پلي کېدو بهیر په موقتي ډول ځنډولی دی.
د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت ویلي، دغه پرېکړه یې د امنیتي اندېښنو او د ناقانونه کډوالو د مخنیوي په موخه کړې ده.
د ایټالیا حکومت همداراز له فرانسې سره هوکړه کړې چې د دواړو هېوادونو پر ځمکنۍ پوله د څارنې او کنټرول کچه لوړه کړي، څو د اسنادو پرته د کډوالو د داخلېدو مخه ونیول شي.
شېنګن تړون د اروپا د ۲۹ هېوادونو ترمنځ د پاسپورټ پرته د تګ راتګ زمینه برابروي؛ خو د دې تړون له مخې، غړي هېوادونه کولای شي په استثنايي حالاتو کې، د امنیتي ګواښونو یا عامه نظم د ساتنې لپاره، په لنډمهاله توګه خپل داخلي سرحدي کنټرولونه بېرته فعال کړي.
تر اوسه ایټالیا د دې اقدام د پای نېټه نه ده اعلان کړې.
سرچینه : نړیوالې رسنۍ

