د ایران د بهرنیو چارو وزارت په هرمز تنګي او قشم ټاپو کې د امریکا بریدونه وغندل او هغه یې د نړیوالو قوانینو او اوربند د هوکړې خلاف وبلل.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي چې ځواکونو یې د قشم په سیمه کې دفاعي عملیات ترسره کړي او ځینې ایراني توغندي او بېپیلوټه الوتکې یې شنډې کړې دي. سپاه پاسداران بیا ادعا کړې چې د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې د امریکا اړوند پوځي اهداف په نښه کړي دي.
تهران وایي د امریکا دغه اقدام د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو اصولو جدي سرغړونه ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت همداراز پر کویټ او بحرین د امریکا د عملیاتو د ملاتړ تور پورې کړی او هغوی یې مسؤل بللي دي. بل لور ته، د کویټ دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونو له امله د الوتنو په بهیر کې ځنډ او ځینې ټپیان رامنځته شوي دي.

