د لبنان په سویلي ښار صور باندې د اسرئیلو برید د جبل عامل روغتون ته زیان ورساوه او نږدې ودانۍ یې ویجاړه کړه
سره له دې چې اسرائیل او حزبالله د امریکا لخوا د جزوي اوربند وړاندیز شوې طرحه منلې په سویلي لبنان کې نښتې لا هم روانې دي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ وویل له دواړو خواوو سره یې خبرې کړې دي او هغوی موافقه کړې چې ټولې ډزې درېږي
دا څرګندونې له هغه وروسته مخې ته راځ، چې ایران خبرداری ورکړی و چې په لبنان کې د اسرائیل پوځي عملیات د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند لپاره ګواښ دي
لبنان کې چارواکي وايي حزبالله هغه پلان منلی چې له مخې به یې دا ډله پر اسرائیل بریدونه بندوي او اسرائیل به هم د لبنان پر پلازمېنه بېروت برید نه کوي
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم دغه موافقه تایید کړې خو په وینا یې که حزبالله د اسرائیلو پر ښارونو او ملکي وګړو بریدونه ونه دروي پر بېروت به بریدونه دوام ومومي
که څه هم داسې ښکاري چې اوربند تر ډېره حده ساتل شوی خو تېره شپه بیا هم تاوتریخوالی رامنځته شوی دی.

