د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې چارو مرستیالې روزمري ډیکارلو سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې خبرو کې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر عمومي وضعیت بحث شوی دی.
دواړو لورو د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا پر لارو چارو هم خبرې کړې دي.
همدارنګه، د دوحې پروسې په اړه د راتلونکي تعامل او همکاریو پر څرنګوالي خپل نظرونه شریک شوي دي.
سرچینه : بهرنیو چارو وزارت

