د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۲۰۱ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د فطرت د معلوماتو له مخې، په دغو کورنیو کې ټولټال ۱۰۰۲ کسان شامل دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وايي، د تورخم له لارې ۱۰۵ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۵ کورنۍ، د ورېښمو پل له لارې ۸۱ کورنۍ او د اسلام کلا له لارې ۱۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
فطرت زیاتوي، له تورخم څخه ۹۷ کورنۍ او له سپین بولدک څخه ۶ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي. همدارنګه له کابل څخه ۱۸ کورنۍ خپلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
حمدالله فطرت وايي، له راستنېدونکو کورنیو سره څه باندې یو میلیون افغانۍ مالي مرسته شوې ده. هغوی ته زرګونه خوراکي توکي، ډوډۍ او ۱۱۴ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
د هغه په خبره، په بېلابېلو مرکزونو کې سلګونه ناروغان تداوي شوي دي. راستنېدونکو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو او نورو اړوندو خدمتونو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.
فطرت وايي، راستنېدونکو کورنیو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي په برخو کې اړین خدمات وړاندې شوي دي.
د شمېرو له مخې، په دې موده کې ۱۲۱ کورنۍ، چې ۶۹۲ کسان پکې شامل دي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
راپور : مسعود عربزی

