د افغانستان کرکټ بورډ د هند پر وړاندې د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره خپله پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.
ابراهیم ځدراڼ د شل اوریزې لوبډلې بشپړمهاله لوبډلمشر ټاکل شوی او دا به د هغه د دایمي لوبډلمشر په توګه لومړۍ رسمي دنده وي.
په لوبډله کې راشد خان، رحمانالله ګربز، محمد نبي، عظمتالله عمرزی، ګلبدین نایب، فضلالحق فاروقي، مجیبالرحمن او نور احمد هم شامل دي.
د لوبډلې لپاره بل مهم خبر د نوینالحق بېرته راستنېدل دي.
نوموړی د ښي اوږې د ټپ له امله له اوږدې مودې راهیسې له ملي لوبډلې بهر و، خو اوس یې له روغتیا وروسته بېرته د افغانستان د چټکو توپ اچوونکو په ډله کې ځای نیولی دی.
د افغانستان او هند درې واړه سیالۍ به د سپټمبر په ۱۳مه، ۱۵مه او ۱۷مه د هند په نوي ډیلي کې ترسره شي.
دا به د افغانستان لپاره له هند سره د دوه اړخیزو شل اوریزو سیالیو لومړۍ لړۍ هم وي.
سرچینه : شرق نیوز

