د افغانستان بانک اعلان کړی چې د افغانیو پر وړاندې د امریکايي ډالر د ارزښت د راکمولو او د اسعارو بازار د تنظیم په موخه سبا د سه شنبې په ورځ به ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په ډول وپلوري.
د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې له لارې له ټولو شرایطو برابرو صرافانو او سوداګریزو بانکونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، د لیلام ګټونکي مکلف دي چې خپل حسابونه د هماغې ورځې تر پایه تصفیه کړي.
دغه بانک ویلي، د معاملاتو قسمي ترسره کول اجازه نه لري او ګټونکي باید خپلې ټولې پیسې په ټاکلې موده کې په نغدو یا حواله بانک ته وسپاري.
افغانستان بانک تېره اوونۍ هم د افغانیو د ارزښت د ساتلو په موخه ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام له لارې پلورلي وو.
د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، نن په بازارونو کې د یوه امریکايي ډالر بیه شاوخوا ۶۵.۷۳ افغانۍ اعلان شوې ده.
راپور : مسعود عربزی

