د کرکټ نړیوالې شورا د شلاوریزو او یو ورځنیو لوبو په تازه درجهبندۍ کې افغان لوبغاړو ښه ځلېدنه کړې ده.
راشد خان د دواړو ډولونو د توپاچوونکو په درجهبندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی.
هغه په یو ورځنیو لوبو کې ۶۸۲ او په شلاوریزو لوبو کې ۷۵۳ نومرې ترلاسه کړې دي.
همدارنګه، د یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو په درجهبندۍ کې عظمتالله عمرزي لومړی مقام خپل کړی،
په داسې حال کې چې محمد نبي له درېیم څخه څلورم مقام ته ښکته شوی دی. د یو ورځنیو لوبو د توپوهونکو په درجهبندۍ کې ابراهیم ځدراڼ پنځم مقام خپل کړی دی.

