
اسعداباد | شنبه، د ۲۰۲۶ کال د نومبر ۲۱مه | د ۱۴۰۵ کال د عقرب ۳۰مه
د کونړ په مرکز اسعداباد کې د بخاریو جوړولو ځانګړي کارځایونه شته، چې ګڼ شمېر کسان پکې د بخاریو په جوړولو بوخت دي او د همدې کسب له لارې د خپلو کورنیو لګښتونه برابروي. د نورو کلونو په پرتله سږ کال د ژمي په راتګ سره د بخاریو د جوړولو کار غوړېدلی دی. جوړونکي وايي، په کونړ کې د یوې ښې بخارۍ بیه ۱۱۰۰ افغانۍ ده؛ اوسېدونکي وايي سږ کال د بخاریو په بیو کې ټیټوالی راغلی او له نوو بیو راضي دي، او له جوړونکو غواړي چې بیې همداسې وساتي. راپور: پرویز مومند
#Afghanistan #Kunar #Winter #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

