
کلکان، کابل | شنبه، د نومبر ۲۱مه، ۲۰۲۶ | ۳۰ عقرب ۱۴۰۵
«کَنګینه» د افغانستان د انګورو د ساتلو یوه دودیزه طریقه ده، چې بڼوال پکې د خټو او بوسو په مرسته انګور د حاصلاتو له ټولولو د ژمي تر میاشتو او ان د پسرلي تر موسم پورې تازه ساتي. دا دود چې لا هم د کابل او پروان په ځینو سیمو کې رواج لري، له یوه نسل بل ته د بڼوالو ترمنځ لېږدول شوی دی. د کابل په څنډو کې د کلکانو ولسوالۍ بڼوال لا هم له دې څو پېړۍ زاړې طریقې کار اخلي؛ محمد صابر شجاعي، چې هر کال سلګونه کنګینې جوړوي، فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د انګورو وږي د خټو او بوسو له دوو ګردو لوښو ترمنځ اېښودل کېږي، په خټو کلک مهر کېږي او په یوه تیاره خونه کې ساتل کېږي، چې انګور پکې د پسرلي تر میاشتو پورې تازه پاتې کېدای شي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) وايي دا طریقه اوس تر ډېره په کابل او ګاونډي ولایت پروان کې دود ده؛ بڼوال وايي کنګینه د عصري سړو خونو ځای نه شي نیولای، خو د حاصلاتو یوه برخه له ضایع کېدو ژغوري او کورنۍ د ژمي په سړو ورځو کې له تازه انګورو خوند اخلي.
سرچینه: BBC News پښتو
#Kangina #Afghanistan #Grapes #AfghanHeritage #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

