
جلالآباد | شنبه، د ۲۰۲۶ کال د نومبر ۲۱مه | د ۱۴۰۵ کال د عقرب ۳۰مه
د ننګرهار په شیخ مصري صنعتي ښارګوټي کې د بوجیو یوه تولیدي کارخونه د یوه میلیون ډالرو په پانګونه جوړه شوه، چې په ورځ کې دېرش زره بوجې تولیدوي. پانګوال وايي، موخه یې د بوجیو په تولید کې هېواد ځانبساینې ته رسول او بېروزګارو ځوانانو ته د کار فرصتونه برابرول دي؛ اوسمهال ورسره له پاکستانه په جبر راستانه شویو په ګډون ۴۰ تر ۶۰ بېروزګاره ځوانان په کار بوخت دي. د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو د پانګوالو د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړی دی. راپور: پرویز مومند
#Afghanistan #Nangarhar #Industry #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

