د اریانا افغان هوايي شرکت د کندهار او دوبۍ ترمنځ د مستقیمو الوتنو د بیا پیل اعلان کړی او ویلي یې دي چې دا لاره به د سبا جمعې څخه د شرکت د الوتنو په مهالوېش کې شامله وي.
د اریانا افغان هوايي شرکت ویاند عزتالله ذکي وویل چې د کندهار نړیوال هوايي ډګر څخه دوبۍ ته مستقیمې الوتنې به د جمعې څخه پیل شي.
د هغه په وینا، دا الوتنې به په منظم مهالوېش کې ترسره شي او د کندهار او دوبۍ ترمنځ مسافرو ته به اسانه سفر چمتو کړي.
د اریانا افغان ویاند زیاته کړه چې د دې لارې پیل کول کولی شي د سوداګرو، زدهکونکو او هغو مسافرو لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي چې دوبۍ د ټرانزیټ لارې په توګه کاروي.
دوبۍ د افغان مسافرو لپاره یو له مهمو هوايي لارو څخه دی، او د مستقیمو الوتنو رامنځته کول کولی شي د هېواد له سویل څخه مسافرو ته د دې سوداګریز او ټرانزیټ مرکز ته لاسرسی اسانه کړي.
افغان هوايي شرکتونو په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د سیمې له یو شمېر ښارونو سره مستقیمې هوايي اړیکې رامنځته کړي.
سرچینه : امید راډیو

