د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په افغانستان کې د ترکیې له شارژدافیر سره د روغتیايي همکاریو د پراختیا په اړه لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې د افغان روغتیايي کارکوونکو پر روزنه، په ولسوالیو کې د روغتونونو پر جوړولو او تجهیز، د ماشومانو د ارثي زړه ناروغیو او سرطان د درملنې لپاره د اسانتیاوو پر برابرولو خبرې شوې دي.
همداراز، د درملو د وارداتو او سوداګرۍ د پراختیا او ترکیې ته د افغان ناروغانو د سفر لپاره د ویزو د اسانتیا غوښتنه شوې ده.
بلخوا، ترکي لوري د افغانستان له روغتیايي سکتور سره د همکاریو پر دوام، د اړینو طبي وسایلو د برابرولو او په افغانستان کې د درملو په برخه کې د پانګونې د پراختیا ډاډ ورکړی دی
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

