د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس مولوي امینالله شریف د شېرزادو ولسوالۍ د ماما خېلو په بشپړ روغتیايي مرکز کې د یوې بېړنۍ خونې د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښوده.
دغه خونه د یوه ملي سوداګر په شخصي مالي لګښت، چې شاوخوا ۴۰۰ زره افغانۍ کېږي، جوړېږي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس د یاد سوداګر د همکارۍ او روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په برخه کې د هغه د ملاتړ مننه کړې او ویلي یې دي، چې د دې خونې په جوړېدو سره به د بېړنیو ناروغانو د درملنې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې او د ماما خېلو او شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته به روغتیايي خدمتونه لا ښه او پر وخت وړاندې شي.
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

