د عامې روغتیا وزیر بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د دغه ولایت په خوست ولسوالۍ کې د ۵۵میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ۳۰بستریز روغتون د جوړولو چارې د سیمهییزو مسوولینو په حضور کې د بنسټ ډبرې کېښوده.
د عامې روغتیا وزیر ویلي، دغه روغتون د هېواد په ولسوالیو کې د ۳۰ بستریز روغتونونو د جوړولو د پروګرام یوه برخه ده، چې موخه یې د روغتیایي خدمتونو پراختیا او په لرو پرتو سیمو کې دغو خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي اسانه کول دي.
نوموړي همداراز د بغلان په جلګې ولسوالۍ کې د ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت د جوړ شوي ۳۰ بستریز روغتون ودانۍ پرانیسته او د دغه روغتون له بېلابېلو څانګو یې لیدنه وکړه.
د عامې روغتیا وزیر ټینګار کړی، چې یاد روغتونونه د نړیوالو روغتیایي معیارونو له مخې جوړ شوي او د خلکو د روغتیایي ستونزو د ښه مدیریت لپاره به ورته متخصص ډاکټران هم واستول شي
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

