د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د لاریونوالو او مجهزو امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي، چې پر مهال یې د اورلوبو غږونه اورېدل شوي او د ښار په واټونو کې اوښکې بهوونکی ګاز خپور شوی دی.
د راپورونو له مخې، هغه لاریون چې شاوخوا ۱۱۰ زره کسانو پکې ګډون کړی و او په ډېری برخو کې سولهییز روان و، وروسته په تاوتریخوالي واوښت.
امنیتي ځواکونو د لاریونوالو پر لور بریدونه کړي او یو شمېر کسان یې نیولي دي.
د فرانسې د چارواکو په وینا، د شنبې په ورځ د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې نږدې زر کسان نیول شوي دي.
د لاریونونو د پراخېدو او له پولیسو سره د نښتو له امله په پاریس او یو شمېر نورو سیمو کې امنیتي وضعیت ترینګلی شوی دی.
سرچینه : شرق نیوز

