امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین پر ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي نیوکې کړې او ویلي یې دي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې د اوکراین په استازیتوب بل څوک خبرې اترې وکړي.
د راپورونو له مخې، ټرمپ دغه څرګندونې د اوکراین د جګړې په اړه په خپلو تازه څرګندونو کې کړې دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د جګړې د پای ته رسولو پر څرنګوالي، پر روسیې د بندیزونو او د دغه هېواد د انرژۍ پر زېربناوو د اوکراین د بریدونو په اړه د امریکا او اوکراین ترمنځ اختلافات زیات شوي دي.
سرچینه : شرق نیوز

