د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیراحمد حقاني د جرمونو نړیوالې محکمې د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې ویلي، د ا.ا رهبر د عمومي عفوې له اعلان سره د خلکو د ژوند او خوندیتوب لپاره زمینه برابره کړه، خو نړیوالې محکمې بیا د هغه د نیولو حکم صادر کړی دی.
قاني دغه څرګندونې ننګرهار کې د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې په یوه غونډه کې کړې دي. نوموړي پوښتنه کړې چې ولې د هغو کسانو پر وړاندې ورته اقدامات نه ترسترګو کېږي چې د ده په وینا، په افغانستان، ایران او فلسطین کې د بېګناه خلکو په وژلو کې لاس لري.
هغه زیاته کړې چې د نړیوالو ادارو پرېکړې باید د ټولو هېوادونو او اړوندو لورو په اړه پر یوه ډول معیارونو ولاړې وي. د حقاني په وینا، د ملکي وګړو د حقونو خوندیتوب باید د نړیوالو بنسټونو له لوري له هر ډول سیاسي توپیر پرته وڅارل شي.
سرچينه : شرق نيوز

