د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي مولوي امیر خان متقي د روسیې د امنیت شورا له منشي سرګي شویګو سره لیدلي دي .
ددغه وزارت د عامه اړېکو رییس حافظ ضیاء احمد تکل رسنیو ته ویلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې د اړیکو، سیمهییز امنیت، د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو په اړه خبرې وشوې.
ناسته کې متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي اړیکو د مثبت بهیر په اړه خبرې وکړې او او د افغانستان د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې له امله یې د روسیې له رهبرۍ مننه وکړه.
نوموړي د امنیتي همکاریو، منظمو مشورو د لا پیاوړتیا ترڅنګ، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر اهمیت هم ټینګار وکړ.
نوموړي څرګنده کړه چې افغانستان د سیمهییز امنیت او نشهيي توکو د مخنیوي په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او له سیمهییزو هېوادونو سره د مستقیمو تماسونو او عملي همکاریو له لارې د اړیکو د پراختیا ملاتړ کوي.
شویګو پدې ناسته کې ویلي چې د افغانستان او روسیې اړیکې په بېلابېلو برخو کې د پراختیا په حال کې دي.
نوموړي د امنیت او نشهيي توکو د مخنیوي په برخه کې د افغانستان د وضعیت د مدیریت مثبته یادونه وکړه.
د روسیې د امنیت شورا منشي ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به سیاسي مشورو او عملي همکاریو ته دوام ورکړل شي.
سرچینه : شرق نیوز

