سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د دوشنبې په ورځ په ریاض کې د مکې دفاعي ایتلاف د ستراتیژیکې سیاسي او دفاعي کمېټې بېړنۍ غونډه کړې ده.
د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس د راپور له مخې، په غونډه کې د سعودي عربستان پر ښارونو او ملکي او اقتصادي تاسیساتو بریدونه غندل شوي دي.
په دې غونډه کې د پاکستان متقاعد ډګر جنرال نعمان محمود د درېیو کلونو لپاره د مکې دفاعي ایتلاف د لومړي سرمنشي په توګه هم ټاکل شوی دی.
سرچینه: شرق نیوز

