د کونړ ماڼوګې ولسوالۍ اړوند په بار کنډۍ نومي سیمه کې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د یو استنادي دیوال د جوړیدو چارې پیل شوې.
یاد دیوال سل متره اوږدوالی . ۵ متره لوړوالی او ۳ متره سور لري چې د څه باندي ۲ میلیونه افغانیو په لګښت به د درې میاشتو په موده کې بشپړ شي .
ددغه دیوال په جوړېدو سره به ۱۵ سوه کورنۍ زر جریبه ځمکه او ګڼ شمېر پلونه او ویالي د سیند د ګواښ څخه وژغورل شې.
د سیمې اوسېدونکو هم دغه دیوال د خپلې سیمې لپاره ارزښتمند وباله او د مسولینو ددغه ګام هر کلی یې وکړ .
دوۍ زیاته کړه چې دغه ډول رغونیزې پروژې دې لا ډیرې او خلکو ته دې په بیلابیلو برخو کې کاري فرصتونه رامنځته شې.
د کونړ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د مسولینو په خبره دوۍ په نورو ولسوالیو کې هم د بیارغونې دغه ډول پروژې پلې کوې چې په ترسره کېدو سره به يې ګڼو خلکو ته اسانتیاوې رامنځته شې.
راپور : پرویز مومند

