په ننګرهار کې د معلوماتي ټکنالوژۍ یوه خصوصي مرکز، د دولتي ښوونځیو ۶۰۰ زدهکوونکو ته د وړیا زدهکړو بورسونه ورکړي دي.
د دغه مرکز مسوولین وایي، یادو زدهکوونکو ته د ۲۷ سوه زره افغانیو په ارزښت د اوسني عصر له اړتیاوو سره سم، د ټکنالوژۍ په بېلابېلو برخو کې د درې او پنځو میاشتو زدهکړې ورکول کېږي.
هغه زدهکوونکي چې په دې پروګرام کې شامل شوي، خوښ دي چې د اقتصادي ستونزو له امله له زدهکړو پاتې نه دي او د وړیا زدهکړو زمینه ورته برابره شوې ده.
د نظر خاوندان دغه اقدام د ځوانانو د وړتیاوو د لوړولو لپاره ښه نوښت بولي او له نورو خصوصي ښوونیزو مرکزونو هم غوښتنه کوي چې بېوزلو زدهکوونکو ته د وړیا زدهکړو ورته زمینه برابره کړي.
د دولتي ښوونځیو مسوولین هم د دغه پروګرام ملاتړ کوي او د زدهکوونکو لپاره یې ګټور بولي.
د ښوونیزو چارو د فعالانو په باور، که په ننګرهار کې نور خصوصي ښوونیز مرکزونه هم ورته پروګرامونه پلي کړي، ګڼ شمېر هغه بېوزله ځوانان به وکولای شي خپلو زدهکړیزو موخو ته ورسېږي چې د خراب اقتصادي وضعیت له امله خصوصي ښوونیزو مرکزونو ته د تګ وس نه لري.
سرچینه : شرق نیوز

