اریانا افغان هوايي شرکت د کابل-ډهلي پر مسیر د کارګو الوتنو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.
دغه شرکت ویلي، تر دې وړاندې د کابل او نوي ډهلي ترمنځ هره ورځ یوه کارګو الوتنه ترسره کېده، خو له دې وروسته به په دغه مسیر کې د کارګو الوتنو شمېر په ورځ کې دوو ته لوړ شي.
اریانا افغان هوايي شرکت ویلي، د دې اقدام موخه د توکو د لېږد اسانتیا، د سوداګرو اړتیاوو ته رسېدنه او د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو مالونو د چټک او خوندي لېږد زمینه برابرول دي.
دغه شرکت زیاته کړې چې د هوا له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد خدمتونو پراختیا او د افغانستان صادراتو او وارداتو بهیر ملاتړ لپاره نور پروګرامونه هم په پام کې لري.
سرچینه : شرق نیوز

