د کاپیسا ولایت د امنیه قوماندانۍ پولیسو د حصه اول کوهستان ولسوالۍ په یوه استوګنیز کور کې د ۵۵ زره یورو د غلا په تړاو یو کس نیولی دی.
د کاپیسا امنیه قوماندانۍ په وینا، غلا شوې پیسې له نیول شوي کس څخه ترلاسه شوې او له اړینو اجراآتو وروسته بېرته خپل مالک ته سپارل شوې دي.
سرچینه : کورنیو چارو وزارت

