کونړ کې د نږدې دوو میلیونو افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا پر مټ د اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د اسمار ولسوالۍ د شنګر سیمې په یوه برخه کې د لمریزې برېښنا پر مټ د اوبو رسولو دغه شبکه د استرالیا مېشتو افغانانو او د سیمې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ جوړه شوې ده.
مسوولین وایي، د یادې شبکې په جوړېدو سره به نږدې ۱۰۰ جریبه للمي ځمکه خړوبه او د کرنې لپاره به ترې ګټه واخیستل شي.
ځایي خلکو د دغې پروژې له بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او له بهر مېشتو افغانانو یې مننه وکړه چې د سیمې له اوسېدونکو سره یې د اوبو رسولو شبکې د جوړولو په برخه کې مالي مرسته کړې ده.
د ویلو ده چې کونړ کې اوس مهال په زرګونه جریبه ځمکې د اوبو د جدي کمښت سره مخ دي
د بزګرانو په باور که دغو ځمکو ته د اوبو رسولو لارې چارې برابرې شي نو له دې ځمکو څخه به د غلو دانو حاصلات زیات او بزګران به په ځان بسیا شي.
راپور : پرویز مومند

