په کابل کې د ایران سفیر علیرضا بیکدلي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رییس سیدکریم هاشمي سره په لیدنه کې د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې د ایراني سوداګرو او پانګهوالو د ګډون ډاډ ورکړی دی.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د راکړې ورکړې پر زیاتوالي، د سوداګرو او پانګهوالو د فعالیتونو پر اسانتیا او د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې په دې لیدنه کې د وارداتو او صادراتو د پراختیا، د ځمکنیو او رېل پټلۍ ټرانسپورټي لارو د پراخولو، د بندري اسانتیاوو د ښه والي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې پر نویو فرصتونو هم بحث شوی دی.
ټاکل شوې د امام ابوحنیفه رح پنځم ملي او نړۍوالو نندارتون به د روانې تلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په کابل کې پیل شي، دې نندارتون کې د افغان سوداګرو تر څنګ د بېلابېلو هېوادونو سوداګرو او پانګهوالو هم ګډون کوي.
سرچینه : شرق نیوز

