په ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره له ۳۰ تنو ناشنوایانو او نابینایانو څخه د لوړو زده کړو په موخه اختصاصي کانکور ازموینه واخیستل شوه.
د هېواد د ملي ازموینو ادارې د دفتر مقام مسؤل سید احمد نوید نوري وویل د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ټولنې د دې قشر لپاره د لوړو زده کړو اختصاصي کانکور ازموینه د کابل په ګډون په څلورو زونونو کې اخیستل کېږي.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د ټولنې د ټولو برخو لپاره د زده کړو د برابرولو هڅه کوي، چې د ده په وینا، د ناشنوایانو او نابینایانو لپاره د اختصاصي کانکور اخیستل یې یوه بېلګه ده.
د نوموړي په خبره، د دې ازموینې له لارې به نابینایانو او ناشنوایانو ته د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو زمینه برابره شي.
سرچینه : شرق نیوز

