په مسکو کې د افغانستان سفیر مولوي ګلحسن حسن د افغانستان د سفارت د ودانۍ او اړوندو تاسیساتو د جوړولو لپاره له ځانګړې شوې ځمکې څخه لیدنه کړې ده.
په مسکو کې د افغانستان سفارت ویلي، دغه ځمکه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماتیکو استازولیو د عمومي خدمتونو ادارې له لوري ځانګړې شوې او د مسکو ښار په یوه ستراتېژیکه سیمه کې موقعیت لري.
په خبرپاڼه کې راغلي، د یاد ځای لومړنۍ ارزونه او سروې شوې او ټاکل شوې، چې د اداري چارو له بشپړېدو وروسته، د منظور شوي طرحې له مخې د افغانستان د سفارت د ودانۍ او اړینو تاسیساتو د جوړولو چارې پیل شي.
سرچینه : شرق نیوز

