د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي تېره یوه ورځ له بېلابېلو لارو ۲۰۹ کورنۍ، چې ۱۰۱۷ کسان کېږي، هېواد ته راستانه او ثبت شوي دي.
د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۹۵ کورنۍ، له سپینبولدک څخه ۳۱، د نیمروز د ورېښمو لارې له لارې ۵۷ او له اسلامکلا څخه ۲۶ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
په همدې موده کې له تورخم څخه ۸۴ کورنۍ، له سپینبولدک څخه ۲۲ او له کابل څخه ۲۳ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي د دوی د ترانسپورټ لپاره ۷۸۰ زره او ۳۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د کمېسیون د راپور له مخې، له ۱۶۲ کورنیو سره ۱۲ لکه او ۷۲ زره افغانۍ مالي مرسته شوې او ۱۲۶ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
راستنېدونکو کډوالو ته ۵۷۹۲ وخته چمتو خواړه وېشل شوي او ۹۹۸ کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي. دغه راز د نیمروز له لارې ۱۲۵۵ نور مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.
بلخوا، په ننګرهار، فاریاب، بامیان او نیمروز ولایتونو کې ۱۴۱۴ کورنیو ته د استوګنې ځمکې وېشل شوې دي، چې ورسره تر اوسه د وېشل شویو ځمکو ټول شمېر ۷۰ زره او ۴۲۸ قطعو ته رسېدلی دی.
مسؤلین وايي، راستنېدونکو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو، خوړو او عامه پوهاوي لړۍ دوام لري.
سرچینه : شرق نیوز

