د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي وايي، د امریکا استازي به په نږدې ورځو کې کييف او مسکو ته سفر وکړي، څو د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې هڅې بېرته پیل شي.
زلېنسکي په خپله ویډیويي وینا کې ویلي د دغو لیدنو نېټې ټاکل شوې او اوکراین کييف ته د امریکا د ولسمشر د استازو د ورتګ په تمه دی
بلخوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پنجشنبه ویلي، په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو او هوکړې ته د رسېدو لپاره لا هم فرصت شته.
پوتین په یوه اقتصادي غونډه کې ویلي چې یو شمېر هېوادونه، د امریکا او چین په ګډون، د سولې د هوکړې ملاتړ ته چمتو دي
سرچینه : پژواک خبري اژانس

