د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند د ۴۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د تورغر په نوم د نوې رامنځته شوې ولسوالۍ د اداري کمپلکس د جوړېدو چارې پرانیستې.
د ننګرهار د والي د دفتر د معلوماتو له مخې، تورغر ولسوالۍ د سیمې د اوسېدونکو د غوښتنې پر بنسټ، د ننګرهار والي په هڅو او د مشرتابه عالي مقام په منظورۍ رامنځته شوې ده.
د دغې ولسوالۍ د اداري کمپلکس لپاره په پراخه ساحه کې احاطه او ودانۍ په پاخه او اساسي ډول جوړېږي، چې د ولسوالۍ مقام، امنیه قوماندانۍ او نورو اړوندو درېیمي واحدونو لپاره به اداري ودانۍ او ټول اړین ملحقات ولري.
د پرانیستې په مراسمو کې د علماوو شورا رئیس شیخ حضرت جان حنفي او د تورغر د ولسونو په استازیتوب ملک میرزمان د ولسوالۍ د رامنځته کېدو په برخه کې د ننګرهار له والي څخه مننه وکړه.
دوی وویل، تورغر یوه پراخه سیمه ده چې زرګونه کورنۍ پکې ژوند کوي او د نوې ولسوالۍ په رامنځته کېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته ګڼې اداري او نورې اسانتیاوې برابرې شي.
تورغر د ننګرهار د سرهرود، خوږیاڼو، شېرزادو او حصارک ولسوالیو، د کابل د سروبي او د لغمان د قرغیو ولسوالیو ترمنځ پرته سیمه ده.
د تورغر غرنۍ لړۍ نږدې ۱۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې یوه لویه برخه یې د دغې نوې اداري ساحې په محدوده کې راځي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، تر دې وړاندې یې د پراخې جغرافیې له امله د خپلو اداري کارونو د ترسره کولو لپاره د سرهرود او یا خوږیاڼو ولسوالیو مرکزونو ته په ساعتونو پیاده او یا هم د خرابو لارو له امله په ستونزمن ډول سفر کاوه.
تورغر د هېواد په معاصر تاریخ کې له مهمو او جګړهیزو سیمو څخه هم ګڼل کېږي.
دغه سیمه د پخواني شوروي اتحاد او د تېر شل کلن اشغال پر وړاندې د مقاومتونو او جګړو شاهد پاتې شوې او د سیمې خلکو په دغو جګړو کې درنې قربانۍ ورکړې دي.
سرچینه : د ننګرهار رسنیو دفتر

