د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر اېکس ټولنیزه شبکه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور خپور کړی دی .
پدې راپور کې راغلي چې له ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران څخه د دوشنبې په ورځ تازه ۲۵۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۵۵ تنو ته رسیږي هېواد ته بېرته راستانه شول .
راپور وایي چې پدې لړ کې له تورخم څخه (۳۲۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۸۲۰) تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۱۵۶۵۲۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې اود مالي چارو د تنظیم کمېټې لخوا له (۳۱۸) کورنۍ سره ټولټال (۲۷۰۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
اخوا د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې (۱۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۸) تنه و، هېواد ته راستنې او د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري له سپین بولدک څخه (۱۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۸) تنه و، بېلابیلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۱۸۷۴۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې اود مالي چارو د تنظیم کمېټې لخو له (۱۶) کورنیو سره ټولټال (۱۳۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
راپور لیکي د نیمروز ولایت د ورېښمو پل له لارې (۶۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۶۵) تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده. همدارنګه (۸۰۶) تنه مسافر هم هېواد ته راستانه شوي اود مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱) کورنۍ سره ټولټال (۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند لخوا پر اېکس دې خپور شوي راپور کې راغلي چې د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې (۱۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۱) تنه و، هېواد ته راستنې او د مالي چارو د تنظیم کمېټې لخواله (۱۲) کورنیو سره ټولټال (۸۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
راپور لیکي د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې لخوا له کابل څخه (۶۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۸۲) تنه و، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۳۲۶۱۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
سرچینې زیاته کړې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې لخوا یادو راستنو شویو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
سرچینه : شرق نیوز

