د نورستان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي ددې ولایت په وانټ ولسوالۍ د سېلابونو له امله ۳ تنه شهيدان شوي دي.
د مسوولینو په خبره د یادې ولسوالۍ اړوند د همشوز نيشه سيمه کې تېره ورځ ناوخته د سختو بارانونو له امله ناڅاپي سېلابونه راوتلي، چې له کبله يې يو استوګنيز کور په بشپړه توګه ويجاړ شوی .
ددوۍ د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې ۳ تنه شهيدان شوي او يوه کوچنۍ ماشومه ټپي شوې ده.
مسوولین وایي ټپې شوې ماشومه دا مهال د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوې او تر درملنې لاندې ده .
دوۍ په ورته مهال وایي چې اخوا د مرکز پارون ښار د چاتراس لوړې سيمې کې هم د تندر لوېدو پېښه رامنځته شوې، چې له امله يې د يوه شپون ۳۰ وزې او ۳ پسونه له منځه تللي دي، خو له نېکه مرغه په دې پېښه کې کوم ځاني زيان نه دی اوښتی.
د نورستان د والي ویاند وایي والي قاري ذین العابدین عابد اړوندو مرستندويه ادارو ته لارښوونه کړې، څو د زيانمنو شويو کورنيو د لاسنيوي، د پېښو د ارزونې او اړينو مرستو د برابرولو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
راپور : مسعود عربزی

