په ختیځ سیمه کې د افغاني سرې مياشتې خپواکي ادارې مسوولینو د يوې خبري ناستې پرمهال د تېر یوه کال د ترسره کړو خدماتو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.
ننګرهار کې د ختیځ سیمې د افغاني سرې میاشتې خپلواکي ادارې مسوولین وايي په تېر يوه کال کې د پاکستان د بریدونو او افغان ځواکونو سره د نښتو له امله په ننګرهار کې د درې زره شپږ سوه او کونړ کې د څلور زره سلو بې ځایه شویو کورنیو سره او همدراز يې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو نغده مرسته د کونړ د زلزله ځپلو سره ترسره کړي ده .
له پاکستانه په جبر راستنیدونکو لپاره په عمري میشتغالي کې د موقتي مېشتنیدنې ، روغتیا ، خوراک او څښاک برخه کې د اسنتیاوو برابرول ، د کونړ زلزله ځپلو لپاره د موقتي مېشتغالي او خوراکي توکو برابرول ، د بستر او له بستر بهر د رواني ناروغانو درملنه ، انجونو او هلکانو ته د عصري ، ديني او حرفوي زده کړو زمینې برابرول او داسې نورې د افغاني سرې میاشتې مسوولین خپلې نورې لاسته راوړنې يادوي.
د دغې خپلواکي ادارې مسوولین همدراز د بدیل معشیت پروګرام له لارې له څلور سوه نهه دیرش کورنیو سره د ۱۳۱۷ وزو او همدراز اته پنځوس کورنیو سره ۲۰۸۸ چرګانو مرسته ترسره کړې ده .
دلته د مسوولینو لخوا دوه سوه درې میرمنو ته مرستون کې د زده کړو ورکول او يو شمیر بیوزله کورنیو ته د خیاطۍ د ماشینونو او خوراکي موادو ویش د افغاني سرې میاشتې نورې لاسته راوړني يادې شوي.
د سرې میاشتې مسوولین زیاتوي ، د ماینونو د خطرونو په اړه يې په ختیځ سیمه کې په تېر يوه کال کې سلګونه د عامه پوهاوي غونډي کړي او د ختیځو ولایتونو کې له څه د پاسه څلوېښت زره لویانو ، میرمنو او ماشومانو ته د ماینونو او ناچاوده توکو او خطر لاندې سیمو په اړه عامه پوهاوي ورکړی دی.
راپور : مسعود عربزی

