د ننګرهار عامې روغتيا رياست له لوري راټول شوي ۴۴ ټنه تاريخ تېره او بې کيفيته خوراکي او غير خوراکي توکي او درمل د یو ګډ پلاوي په حضور کې وسوځول شول.
د ننګرهار د ولایت مقام د معلوماتو له مخې، دغه توکي د حلقوي سړک ترڅنګ په یوه خوندي ځای کې له منځه یووړل شول.
د ولایت مقام کارپوه انجینر زیورخان شینواري وايي د تاریخ تېرو او بېکیفیته خوراکي توکو او درملو له منځه وړل د دې لپاره مهم دي چې خلک له روغتیايي زیانونو خوندي پاتې شي.
نوموړی زیاتوي، اړوندې ادارې هڅه کوي چې په راتلونکي کې د تاریخ تېرو او بېکیفیته خوراکي او غیرخوراکي توکو او درملو د راټولېدو او مخنیوي په برخه کې جدي اقدامات وکړي.
مسوولین وايي، د بېکیفیته او تاریختېرو توکو پر وړاندې به د څارنې او کنټرول بهیر دوام ولري، څو د خلکو روغتیا له احتمالي ګواښونو خوندي پاتې شي.
سرچینه : د ننګرهار رسنیو دفتر

