د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر حشمت الله شهیدي نن خپله سلمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه وکړه.
افغان کرکټ بورډ وایي نوموړی له محمد نبي، رحمت شاه، راشد خان او اصغر افغان وروسته پنځم افغان لوبغاړی شو چې د افغانستان په استازیتوب ۱۰۰ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي.
د سرچینې په وینا شهیدي تر دې مهاله په ۹۷ پاڼیو کې د نږدې ۳۴ منډو په اوسط سره یوه سلیزه او ۲۲ نیمه سلیزې جوړې کړې دي .
سرچینه : افغان کرکټ بورډ

